نور محمد تره کی
ژونالیست ، لیکوال او د افغانستان پخوانې ریس جمهور
په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر
د نور محمد تره کی ژوند لیک
نور محمد تره کی د ۱۲۹۶ لېږديز لمريز کال د چنګاښ پر ۲۳ نېټه ،چې د ۱۹۱۷ زېږدیز كال د جولاى له ۱۵ نېټې سره سمون خوري د غزني ولايت، مقر ولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي کې په یو څه ناڅه لوستې (باسواده) شپني او بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دى، د پلار نوم یې نظر محمد تره کی دی.
نورمحمد تره کی يو افغان سياستوال او د خلق ډموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، چې د سردار محمد داود خان د حکومت وروسته د افغانستان جمهور رئیس شو.
د نور محمد تره کي د کورني ژوند په اړه ویل کېږي، چې يوه مېرمن یې درلوده، خو کوم اولاد یې ترې نه وو.
د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و
زده کړې
نور محمد تره کي لومړنۍ زده كړې په مقر كې ترسره كړې او له هغه وروسته کندهار ته ولاړ، هلته په (پښتون) شرکت کې په کار وګومارل شو. په ١٩٣٥زېږديز کال په بمبيي کې د (پښتون) شرکت د نمايندګۍ منشي وټاکل شو.
تره کی په یوه داسي کورنۍ کې زېږېدلی دی، چې له اقتصادي پلوه په متوسطو هغو کې شمېرل کېده. له لومړنیو زده کړو وروسته چې په خپل کلي کې يې تر سره کړې وې له یوه نږدې خپلوا ن سره د کوټې ښار ته لاړ او هلته یې درس ووایه ،چې له دریو کاله وخت تېرولو وروسته بېرته خپل کلي ته راستون شو او هلته یې د ناوې ولسوالۍ د یوه خان (اختر محمد خان) په کور کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله او له هغه وروسته یې له عبدالمجید زابلي سره د هغه په تجارتي شرکت کې د منشي په توګه وظیفه ترسره کوله.
په ۱۳۱۳ ل.ل کال کې چې نور محمد تره کي په بمبۍ كې کار کاوه نو په انگرېزي ژبه ېې د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او ويل كيږي، چې زلمي تره كي همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه.
نور محمد تره کی د پښتو تر څنګ په پارسي، انګریزي او اردو ژبو پوهېده او د ژباړې په برخه کې یې په ۱۹۵۹کال د امریکا له اورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه د تخصص لیسانس اخیستی دی.
مړینه :
تره کی د ۱۳۵۸هـ کال په وږې میاشت کې هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه لاړ، چې د بېرته ستنېدلو پر مهال یې په روسیه کې له برژنف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چې شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو یې هم ورته ویلي وو.
حفیظ الله امین له دې خبر شوی و، چې د نوموړي د جدیت او نوي تصمیم په اړه روسانو نورمحمد تره کي ته یادونه کړې ده، نو هماغه و، چې تره کی یي له شوروي نه له راستنېدو وروسته له قدرته ګوښه او د ۱۳۵۸ ل.ل کال د سنبلې پر ۲۳ نېټه محبوس او د تلي میاشتي پر ۱۶ نېته وواژه.(۲۷۳:۴)
د تره کي د مرګ کیسه د جمهوري ریاست د مخابراتو ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چې همدا اعترافات یې د کابل په انیس او د تهران په اطلاعاتورځپاڼو کې خپره شوه، چې د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس «روزي» او د ګارد د اطلاعاتو له ریس محمد اقبال سره یې یوځای وژلی وو.
۱۳۵۸ ل.ل کال د تلې میاشتې په ۱۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي اعلان کړ:((د انقلابي شورا ریس نور محمد تره کي د هغې اوږدې ناروغۍ له کبله چې ورسره لاس او ګرېوان و، پرون سهار سترګې پټې کړې او جنازه یې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپال شوه))