نور محمد تره کی

ژونالیست ، لیکوال او د افغانستان پخوانې ریس جمهور

په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر

د نور محمد تره کي ادبي هڅې او پنځونې :

نورمحمد تره کى له دې سره سره، چې د افغانستان د يوه وتلي سياسي شخصيت په توګه یادیږي، يو بااستعداده ليکوال او په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر او له لومړنیو لیکوالو څخه بلل کېږي.

تره کي د خپل ژوند ډېره برخه په لیک او لوست تېره کړې ده او د هغه مهال په ګڼو خپرونو کې یې کیسې او مقالې خپرې شوې دي.تره کی د ځانته سبک څښتن او ریالیست لیکوال دی، چې د ولس ژوند یې هماغسي ترسیم کړی دی، لکه څنګه چې دی، د ولس په ژبه یې خبرې کړې دي او د ولس ستونزې یې په خورا هنري او ظریفانه انداز بیان کړې دي، چې د لنډو کیسو شمېر یې دېرشو ته رسیږي او ډېری ېې په کابل مجله کې خپرې شوې هم دي.

نورمحمد تره کي خپل ادبي فعاليت له لنډو کيسو پيل کړ. له دې کيسو څخه لومړۍ يې په ١٩٣٠ زېږديز کال په (کابل) مجله کې خپره شوه. په دغو لنډو کيسو کې ليکوال د وخت د شاهي واکمنۍ په دور کې د هيواد د زيارکښو بزګرانو ژوند ته انعکاس ورکړى.

د تره كي ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې. د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځینې ليكنې ژباړلې دي. د ده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ زېږدیز كال كې د (بنگ مسافري) په همدغه كال كې د (سپين) په ۱۹۶۲ زېږدیز كال كې د (څړه) ناولونه يادېږي .تره کی د پښتو ژبې هغه پیاوړی لیکوال دی، چې په لسګونو لنډې کیسې او پنځه ناولونه یې لیکلي دي او هڅه یې کړې ده، چې په خپلو لیکنو کې د افغاني ټولنې ولسي او عیني انځور وکاږي، چې په دې توګه نو غواړي په ټولنه کې د افراط او تفریط بدي را په ګوته کړي.

د نور محمد تره کي څلور ناولونه په ځانګړې توګه او یو یې (بې تربیته زوی) چې لومړی ناول و، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په کلونو کې په کابل مجله کې چاپ شوید ی او د راحت زاخيلي تر «ماه رخي» وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول ګڼل کېږي.

نورمحمد تره کي د سیاسي کارونو ترڅنګ په ژورنالیستیکو کارونوکې هم لوی لاس درلوده. په لومړیو کې به یې په کابل مجله او نورو ورځپاڼو کې مقالې خپرېدې خو کله چې (خلق) خپرونه پیل شوه، نو دی یې د امتیاز څښتن شو. د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال تره کی د یوه څه مودې لپاره د باختر اژانس مرستیال و، چې په دې وخت کې یې تهران ته سفر وکړ او د هغه هیواد د پارس خبري اژانس او د ایران د نورو دولتي مطبوعاتو د لیکوالانو او کارکوونکو پر وړاندي یې وینا وکړه،چې له هغې وینا یې مالومېده چې تره کی د خبریالۍ په چارو کې ښه مهارت لري.

د تره کي دري اثار او ژباړې :

دیموکراسي نوین د هغه بل کتاب دی،چې په دري ژبه لیکل شوی دی او د مارکسستي فلسفې موضوع یې رانغښتې ده.

دیموکراسي نوین کتاب په روسیه کې خپور شوی دی.

(عروسی من در خیبر)

(خاطرات جنگ چرچیل)

(نطق ویشسنگی دریونو)

دا یې هغه اثار دي، چې ده را ژباړلي دي.

د کارګري طبقې ګوند.

په ځان باور.

د ځلميانو لار ښوونکی.

سياسي اصطلاحات.

یې نورې پنځونې دي. د یادونې وړ ده، چې د نور محمد تره کي د لنډو کیسو ټولګه د بزګر لور د نورو ژبو ترڅنګه په براهوي ژبه هم ژباړل شوې ده، چې بزغر نامسړ نومیږي او ژباړن یې حمید عزیز ابادي دی.

نور محمد تره کی

یو ریالست لیکوال

لیکوال : محب ښېراز

موچي

د لنډو کیسو ټولګه

لیکوال : نور محمد ترکی