نور محمد تره کی

ژونالیست ، لیکوال او د افغانستان پخوانې ریس جمهور

په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر

دندې او سیاسي هڅې :

نور محمد تره کي لومړی د ښوونکې په توګه دنده مخته وړه او وروسته په کندهار کې له پښتون شرکت سره په کار وګومارل شو.

په ١٩٣٧ – ١٩٣٩زېږدیز کلونو کې يې لومړی په سوداګرۍ وزارت او وروسته بيا په کانو او صنايعو وزارت کې کار کاوه. په ١٩٤٠م کال کې يې د «اقتصاد» مجله چلوله او د ١٩٤١ زېږدیز کاله وروسته يې په کابل راډيو، باختر آژانس او فوايد عامې وزارت کې دندې تر سره کړې دي.

په اوسني لیکوال کتاب کې راغلي دي، چې نور محمد تره کي په ۱۳۲۰ لېږدیز لمریز کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دوهمې څانګې غړی او په ۱۳۲۱هـ کال د همغه ریاست د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو.

په ۱۳۲۲ ل.ل کال په کابل راډیوکې د پښتو مرستیال او په ۱۳۲۳ ل.ل کال کې د باختر اژانس د مؤسسې غړی شو.

په ۱۳۲۴ هـ کال یې په ټولګټو وزرات کې د خصوصي مدیر او د بهرنیو اړیکو د مسوول په توګه دنده مخته وړې ده په ۱۳۲۶ هـ کې د پطرولو لوی مدیر و په ۱۳۲۸ هـ کال کې د خپرونو په ریاست کې د بولتین مدیر او په ۱۳۳۱هـ کال د باختر اژانس د لوی مدیر په توګه وټاکل شو.

نوموړی په ۱۳۳۲ هـ کال واشنګټن ته د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتو د ا تشه په حیث ولاړ اوله ۱۳۳۴هـ کال څخه بیا تر ۱۳۳۸ هـ کال پوري یې په کابل کې د یونسکو تخنیکي مرستي او یونسکو په څانګه کې د سکرتر او ژباړن په توګه دنده تر سره کوله، چې وروسته هغه یې بیا د (نور دارالترجمه) په نوم یو شخصي دفتر په کابل کې پرانیست.

د نور محمد تره کي لومړی سیاسي حرکت د شاه محمود خان د صدارت پر مهال پیل شو او له ویښ زلمیانو ګوند سره یو ځای شو، چې د دې ګوند په (انګار) جریده کې به یې لیکنې خپرېدې.

کله، چې شاه محمود خان نیمه ډیموکراسي هم ختمه کړه نو پر خپرونو یې بندیزونه ولګول او د ویښ زلمیانو ځیني کسان یې بند ته واچول چې یو په کې نور محمد تره کی هم و.

په ۱۳۳۱ هـ کال نور محمد تره کی له یو شمېر نورو کسانو سره له هغه وروسته چې له بنده را خلاص شول شاه محمود خان ته ورغلل او له هغه سره یې د وفاداري ژمنه وکړه، چې له دې سره نو دی په واشنګټن کې د افغانستان د مطبوعاتي اتشې په حیث وګمارل شو.

د څلوېښتمو کلونو له پاى څخه نورمحمد تره کی په ټولنيزو او سياسي چارو لاس پورې کوي. هغه د (ويښ زلميانو) د سازمان د مرکزي هستې له فعالينو څخه و. د دغه سازمان د فعاليت اساسي کرښه د فيوډالي بقاياوو پر ضد مبارزه وه. په دې وخت کې نورمحمد تره کی د هيواد په مطبوعاتو کې د داسې يو دموکراتيک حکومت په طرفدارۍ غږ پورته کوي، چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري.

لومړۍ مؤسسه کنګره د همده په کور کې جوړه شوه. په دې کنګره کې نورمحمد تره کى د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو او د ١٩٦٦ کال په اپرېل کې د(خلق) په جريده کې د ګوند مرام خپور شو.

تره کی د غوايي د اتمې له کودتا وروسته واک ته ورسېد د ګوند له خوا یې لومړۍ انقلابي شورا تاسیس کړه او لومړنی فرمان یې داسي اعلان کړ:

د افغانستان د خلکو د یموکراتیک ګوند په خپله لومړۍ ناسته کې نور محمد تره کی،چې د افغانستان یو لوړ ملي او انقلابي نوم دی. د دې ګوند د مشر په توګه اعلانوي،چې دی په عین حال کې د دولت ریس هم دی.

تره کی د ۱۳۵۸هـ کال په وږې میاشت کې هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه لاړ، چې د بېرته ستنېدلو پر مهال یې په روسیه کې له برژنف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چې شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو یې هم ورته ویلي وو.

حفیظ الله امین له دې خبر شوی و او هماغه و، چې تره کی یي له شوروي نه له راستنېدو وروسته له قدرته ګوښه او وواژه. د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چې همدا اعترافات یې د کابل په انیس او د تهران په اطلاعاتو ورځپاڼو کې خپره شوه، چې د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس «روزي» او د ګارد د اطلاعاتو له ریس محمد اقبال سره یې یوځای وژلی وو.

۱۳۵۸ کال د تلې میاشتې په ۱۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي اعلان کړ: ((د انقلابي شورا ریس نور محمد تره کي د هغې اوږدې ناروغۍ له کبله چې ورسره لاس او ګرېوان و، پرون سهار سترګې پټې کړې او جنازه یې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپال شوه))

هغه د ١٩٥١ زېږدیز کال د مارچ په ٧ نېټه په (انګار) اخبار کې ليکي:«د هر هيواد د ټولنيز ژوند او ثقافت د سطحې د لوړولو لپاره بايد مختلفې لارې چارې وکارول شي. له دغو لارو چارو څخه يوه په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې د خلکو د پراخو پرګنو فعال ګډون دى. که زموږ ولس د سياسي مخکښو رسمي ګوندونو په مرسته يو ځاى شي، په لږ وخت کې به د هغو ملي اهدافو په تر سره کولو برى ومومي چې زمانې زموږ د هيوادوالو پر وړاندې ايښي دي.»

نورمحمد تره کی د همدې اخبار د ١٩٥١زېږديز کال د اپرېل د لومړۍ نېټې په ګڼه کې د سياسي ګوندونو د تشکيل او آزاد فعاليت غوښتنه کوي او د اپرېل پر ١٥مه نېټه بيا ليکي: «موږ د خلکو د حکومت جوړولو د ضرورت په باب خبرې کولې، چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري، تر کومه به موږ د سياسي ګوندونو او ولسي حکومت د ګټو او ښېګڼو په باب خبري کوو؟ دا چې هغوى د خلکو د ګټو او غوښتنو منعکس او مدافع دي هر چا ته په کافي اندازه څرګنده ده او چا ته د شک او ترديد ځاى نه پاتې کېږي. اوس نو د دې وخت رارسېدلى دى، چې راپاڅېږو او د خپل هيواد د نېکمرغۍ دپاره په کار پيل وکړو ميدان ته ور ودانګو او د پرګنو ځواک ته انسجام ورکړو. خو دا کار يوازې د سياسي سازمان او ګوند په ايجاد سره تر سره کېداى شي». له همدې وخته د يوه ساسي ګوند د تشکيل لپاره د نورمحمد تره کي د سياسي هڅو، جد و جهد او مبارزې لړۍ پيل کېږي.

د ١٩٥٣ زېږديز کال په مارچ کې نورمحمد تره کی د امريکا په متحده ايالاتو کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي آتشې په توګه وټاکل شو، خو د خپلو مترقي نظرياتو د څرګندولو په وجه د همدې کال په پاى کې بېرته له واشنګټنه کابل ته راوغوښتل شو.

هيواد ته له راتګ وروسته په کابل کې د يونسکو مؤسسې منشي او يو وخت يې بيا په همدې مؤسسه کې د ژباړن په توګه دنده تر سره کوله. ده په عين وخت کې په ادبي او سياسي فعاليتونو کې هم ونډه درلوده. د ده د نه ستړي کېدونکي او پرله پسې فعاليتونو پایله وه، چې په ١٩٦٥ زېږديز کال کې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند منځ ته راغى.