د نور محمد تره کی ژوند لیک

نور محمد تره کی د ۱۲۹۶ لېږديز لمريز کال د چنګاښ پر ۲۳ نېټه ،چې د ۱۹۱۷ زېږدیز كال د جولاى له ۱۵ نېټې سره سمون خوري د غزني ولايت، مقر ولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي کې په یو څه ناڅه لوستې (باسواده) شپني او بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دى، د پلار نوم یې نظر محمد تره کی دی.

نورمحمد تره کی يو افغان سياستوال او د خلق ډموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، چې د سردار محمد داود خان د حکومت وروسته د افغانستان جمهور رئیس شو

د نور محمد تره کي د کورني ژوند په اړه ویل کېږي، چې يوه مېرمن یې درلوده، چي تاج بی بی نومیده او نور محمد تره کی به تاجۍ بلله خو کوم اولاد یې ترې نه وو.

د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و

نور محمد تره کی

ژونالیست ، لیکوال او د افغانستان پخوانې ریس جمهور

په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر

لیکنې ، مقالې او نماځغونډی

ویډیوګانې

د نور محمد تره کی آثار

نورمحمد تره کى له دې سره سره، چې د افغانستان د يوه وتلي سياسي شخصيت په توګه یادیږي، يو بااستعداده ليکوال او په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر او له لومړنیو لیکوالو څخه بلل کېږي.

تره کي د خپل ژوند ډېره برخه په لیک او لوست تېره کړې ده او د هغه مهال په ګڼو خپرونو کې یې کیسې او مقالې خپرې شوې دي.تره کی د ځانته سبک څښتن او ریالیست لیکوال دی، چې د ولس ژوند یې هماغسي ترسیم کړی دی، لکه څنګه چې دی، د ولس په ژبه یې خبرې کړې دي او د ولس ستونزې یې په خورا هنري او ظریفانه انداز بیان کړې دي، چې د لنډو کیسو شمېر یې دېرشو ته رسیږي او ډېری ېې په کابل مجله کې خپرې شوې هم دي.

د تره كي ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې. د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځینې ليكنې ژباړلې دي. د ده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ زېږدیز كال كې د (بنگ مسافري) په همدغه كال كې د (سپين) په ۱۹۶۲ زېږدیز كال كې د (څړه) ناولونه يادېږي .تره کی د پښتو ژبې هغه پیاوړی لیکوال دی، چې په لسګونو لنډې کیسې او پنځه ناولونه یې لیکلي دي او هڅه یې کړې ده، چې په خپلو لیکنو کې د افغاني ټولنې ولسي او عیني انځور وکاږي، چې په دې توګه نو غواړي په ټولنه کې د افراط او تفریط بدي را په ګوته کړي.

د نور محمد تره کي څلور ناولونه په ځانګړې توګه او یو یې (بې تربیته زوی) چې لومړی ناول و، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په کلونو کې په کابل مجله کې چاپ شوید ی او د راحت زاخيلي تر «ماه رخي» وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول ګڼل کېږي.

نورمحمد تره کي خپل ادبي فعاليت له لنډو کيسو پيل کړ. له دې کيسو څخه لومړۍ يې په ١٩٣٠ زېږديز کال په (کابل) مجله کې خپره شوه. په دغو لنډو کيسو کې ليکوال د وخت د شاهي واکمنۍ په دور کې د هيواد د زيارکښو بزګرانو ژوند ته انعکاس ورکړى.

د کتابونو د لیدلو پاره د کتاب پر عکس کلیک کیکاږی

فعالیتونه :

نور محمد تره کي لومړی د ښوونکې په توګه دنده مخته وړه او وروسته په کندهار کې له پښتون شرکت سره په کار وګومارل شو.

په ١٩٣٧ – ١٩٣٩زېږدیز کلونو کې يې لومړی په سوداګرۍ وزارت او وروسته بيا په کانو او صنايعو وزارت کې کار کاوه. په ١٩٤٠م کال کې يې د «اقتصاد» مجله چلوله او د ١٩٤١ زېږدیز کاله وروسته يې په کابل راډيو، باختر آژانس او فوايد عامې وزارت کې دندې تر سره کړې دي.

په اوسني لیکوال کتاب کې راغلي دي، چې نور محمد تره کي په ۱۳۲۰ لېږدیز لمریز کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دوهمې څانګې غړی او په ۱۳۲۱هـ کال د همغه ریاست د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو.

په ۱۳۲۲ ل.ل کال په کابل راډیوکې د پښتو مرستیال او په ۱۳۲۳ ل.ل کال کې د باختر اژانس د مؤسسې غړی شو.

په ۱۳۲۴ هـ کال یې په ټولګټو وزرات کې د خصوصي مدیر او د بهرنیو اړیکو د مسوول په توګه دنده مخته وړې ده په ۱۳۲۶ هـ کې د پطرولو لوی مدیر و په ۱۳۲۸ هـ کال کې د خپرونو په ریاست کې د بولتین مدیر او په ۱۳۳۱هـ کال د باختر اژانس د لوی مدیر په توګه وټاکل شو.

دندې او سیاسي هڅې :

د ښاغلې نور محمد تره کې د عکسونو ګالری